دخارجیانو محبسونه دافغانستان پرملی حاکمیت باندی تیری ګڼل کیږې
سلام خان سلام خان

 

 

د ۱۳۹۰لمریز کال د جدي۱۵مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس  یوکمیسیون ته دنده وسپارله چې د نن څخه په یوه میاشت کې بګرام زندان له بهرنیانو څخه په کامله توګه د افغانستان حکومت ته منتقل کړي ،د بګرام زندان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شو. په ۲۰۱۰ کال کې بیا افغان حکومت اعلان وکړ چې له متحده ایالاتو سره داسي یوې موافقې ته رسیدلی دئ چې په ترڅ کي به ئې د بګرام د زندان مسئولیت افغانانو ته وسپارل شي

په همدې حال کې بیا متحده ایالاتو ویلي دي چې افغان حکومت ته به د بګرام د زندان مسئولیت په مسئولانه ډول انتقال کړي. د ولسمشر کرزي د دفتر په حواله کرزي له هغه وروسته افغانانو ته د بګرام د زندان د تسلیمېدو امر صادر کړ چې په دغه زندان کې ئې د بشري حقونو د تر پښو لاندي کیدو په اړه یو رپوټ تر لاسه کړ

ډیلي بیست ورځپاڼه د افغانستان د جمهوري ریاست د تیرې پنجشنبې ورځې اعلامیي ته اشاره کوي، چې لویدیځ چارواکې یي حیرانه کړل او غوښتنه یي وکړه چې د پروان محبس او بندیان دې په یوه میاشت کې افغان چارواکو ته وسپارل شي،ولسمشرکرزي ورځپاڼې ته ویلي دي، چې موږ په خپل هېواد کې د امریکایي عسکرو محبسونه په خپل ملي حاکمیت تېری ګڼو، چې باید د ستراتیژیک تړون له لاس لیک مخکې پای ته ورسول شي،ورځپاڼه لیکې، امریکا د پروان د محبس د سپارلو غوښتنه د ستراتژیک تړون د خبرو مخې ته کوم خنډ نه ګڼي، خو کوم مهالویش چې ولسمشر کرزي په دې اړه ایښی واقعي نه بریښي،ولسمشرکرزي په خپلې مرکې کې ویلي دي، چې د شپې د عملیاتو او محبسونو د سپارلو له موضوعاتو پرته د ستراتیژیک تړون خبرې ښيي پر مخ روانې دي او که دا دوه مسالې حل شي نو له ۲۰۱۴ کاله وروسته به هم یو محدود شمېر امریکایي ملکېان او پوځیان په افغانستان کې پاتې شي، په داسې حال کې چې ولسمشر کرزي د شپې د عملیاتو د درولو او د محبسونو د سپارلو په موضوعاتو ټینګار کوي، په دې هم ښه پوهیږي چې افغان ځواکونه چې د روان کال تر پایه به یي شمېر ۳۵۰ زرو کسانو ته ورسیږي له ۲۰۱۴ کاله وروسته هم د امریکا مرستې ته اړ دي.

ډیلی بیست ورځپاڼه همداراز وایي، د شپې د عملیاتو درول د ولسمشر حامد کرزي د دغې مرکې له ټولو زوره

 ورپیغام وو امریکایي پوځیان دا ډول عملیات د طالبانو د مشکوکو پټو ځایونو په مقابل کې یو ډیر موثر تکتیک ګڼی،ورځپاڼه لیکې: جمهوررییس کرزی په ارګ کې د دغې مرکې په مهال چې خړ چک مرتب کالي یي اغوستي وو، ډیر ارامه او حوصله ناک ښکاریده خو د امریکایي ځواکونو د شپې عملیاتو په اړه یي په زغرده او جدیت وویل، چې د افغانانو پر کورونو د امریکایي ځواکونو د شپې له خوا بریدونه باید فورا ودرول شي.،،

ډیلي بیست لیکې: که چېرې ولسمشر کرزی له امریکا سره د اوږد مهالی ستراتیژیک ګډون د توافق په خبرو کې خپل دا ډول سخت دریځ ته دوام ورکړي او کوم منځ لارې حل ته غاړه کېنږدي، نو له ۲۰۱۴ کاله وروسته د افغان ځواکونو د روزلو، سمبالولو او خاصو عملیاتو لپاره په افغانستان کې د محدود شمېرامریکایي پوځیانو د پاتې کېدو امکان به لېرې شي، د عراق صدراعظم نوري المالکې هم امریکایي عسکرو ته د عراق د محاکمو په مقابل کې مصؤنیت ونه مانه چې په نتیجه کې یي له تیر دیسمبر میاشتې وروسته په دغه هېواد کې د محدود شمېر امریکایي عسکرو د پاتې کېدو توافق ونه شو

ډیلي بیست لیکې، د امریکایي عسکرو د شپې عملیات د امریکا او افغانستان د اوږد مهالې ستراتژیک توافق مخې ته یواځینی خنډ نه ګڼل کېږي، د پروان او نورو محبسونو د سپارلو په اړه د ولسمشرکرزي وروستې غوښتنې هم د توافق خبرې ټکنې کړي دي،ولسمشر کرزی وایي، موږ د تیرو لسو کلونو د لاس ته راوړنو د ساتلو لپاره د نړېوالې ټولنې د مرستو دوام ته اړتیا لرو،حامد کرزی د امریکا د دفاع وزیر له وروستیو څرګندونو سره موافق نه دی چې ویلي وو نړېوالو ځواکونو د افغانستان جنګ ګټلی دی،که د جنګ ګټل د طالبانو د بریدونو د مخنیوي په معنی وي، نو هو ګټل شوې خو که چېرې د افغانستان د امنیت د ټینګولو په معنی وي نو نه موږ تر اوسه له دې هدفه لا ډیر لیرې یو،ولسمشر کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په تیرو لسو کلونو د افغانستان د مشرتابه مسولیت چې د ده په غاړه دی او یو لویدیځ دیپلومات یي د نړۍ له ټولو سخت مسؤلیت ګڼي څنګه ویني؟ وایي:،، د ولسي بې ګناه خلکو مرګ ژوبله او کړاو د تیرو لسو کلونو له ټولو ویرجنې پیښي دي، سره له دې چې په وروستیو دوو کلونو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د اتیا په سلو کې پړه د طالبانو په غاړه ده خو ایتلافي ځواکونه هم د ډیرو موارد مسؤل دي،د ولسي خلکو مرګ ژوبله اوس نسبتا ډیره کمه شوې، خو د شپې عملیات دوام لري او افغانان یي مخالف دي نو ځکه باید ودرول شي.،،

دا په داسې حال کي ده چې طالبانو په روانه اونۍ کې په قطر کي د خپل سیاسي دفتر د پرانستلو خبر ورکړ. د دغه دفتر په پرانستلو سره به د طالبانو او غربي هیوادونو تر منځ د سولي خبري اتري پیل شي. خو کرزي ته نزدې کسان واېي چې ولسمشر د سولي روان بهیر خواشینی کړی دئ، ځکه چي په دغه بهیر کي افغان دولت ته تر اوسه ځای نه دئ ورکړل سوی، دافغانستان دحکومت  مربوط یوه چارواکي چې د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې خبري کړی دی ویلي دي چې په افغانستان کې د سولي هر هغه بهیر بې معنا دئ چې افغان حکومت ئې مشري پر غاړه و نه لري. دغه چارواکي زیاته کړې ده چي تر اوسه پوري افغانستان د سولي په بهیر کې نه دئ ور ګډ سوی،چارواکي او څیړونکي په دې اند دي چې په افغانستان کې وروستۍ پیښي د سولي له بهیر سره تړاو لري چي کرزی غواړي په دغه شان کارونو سره د خپل حکومت ارزښت وښيي،او امریکایانو ته وښیی چی په وروستیو پیښو کی دافغانستان دحکومت رول باید له یاده ونه ایستل شې.

همدا لحظه د بگرام په زندان کې تر دريو زرو زيات افغانان بنديان دي، چې ډیره برخه يې بې ګناه خلګ دي او بیله له کوم جرم څخه په زندان کې ساتل کيږي، خو يو شمېر رسنۍ ددې پر ځاى چې په دې ګرمه او مهمه موضوع چې دافغانستان د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا سره تړلې بحث وکړي، پر افغان زندانونو بحث کوي او هڅه کوي چې د بګرام زندان په اړه د افغان حکومت وروستى دريځ چې د افغانستان له اساسي قانون او ملي ګټو سره سمون لري تر پوښتنې لاندې روالي،د بګرام زندان د ټولو ملي او نړيوالو قوانيو خلاف جوړى شوى او هره ورځ په دې زندان کې له بې ګناه افغانانو سره خورا وحشيانه چلند کيږي او په دې زندان کې افغانان پرته له کوم تور څخه کلونه کلونه تېروي، آن کله کله په همدې زندان کې مړه هم شي.هر افغان بايد د افغان دولت د هر هغه ګام ملاتړ وکړي چې له اساسي قانون او د افغانستان له ګټو سره سمون وخوري او ددې هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت د پياوړتيا لپاره وي.پای 


January 8th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها